کرزی:

چین پر پاکستان پراخ نفود لري، کولی شي افغان سوله کې یې همکارۍ ته وهڅوي

14 سرطان 1400 ساعت 11:06

پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه کولی شي د افغان سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.


پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه کولی شي د افغان سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي له رویټرز خبري آژانس سره خبرو کې ویلي، ګاونډي هېوادونه دې افغانستان ته د سولې د راتګ برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ګاونډي هېوادونه په تېره چين د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي.

ښاغلي کرزي ویلي، چین پر پاکستان پراخ نفوذ لري او د دې اړتیا ده چې دغه هېواد په افغان سوله کې رښتینې همکارۍ ته وهڅوي.

حامد کرزی د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په ښه سترګه ګوري او په وینا یې اوس افغانان په خپلو کې سره جوړېدلی شي او کولی شي د خپل هېواد چارې په خپله کنټرول کړي.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، که افغانان سره یو لاس شي، په خپلو کې سره کېني، جګړې ختمې کړي نو ښه راتلونکې د افغانستان لپاره د وړاندوینې وړ ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140429

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140429/

جمهور
  https://www.jomhornews.com