ایران او پاکستان پر افغانستان خبرې کړې دي

14 سرطان 1400 ساعت 11:15

راپورونه وايي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي سره تلېفوني خبرې کړې دي.


راپورونه وايي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خان او رییسي خبرې تر ډېره پر افغان سوله څرخېدې او دواړو لورو ټینګار کړی، چې دغه هېواد کې روانه جګړه باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د پاکستان لومړي وزیر په دغه تلېفوني مکالمه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې خو وايي، تمه لري چې د سولې مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

راپورنه وايي، ایراني لوري هم ټینګار کړي، چې د افغانستان امنیت د ایران لپاره خورا مهم دی او هڅه کوي، په افغان سوله کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړو د نن په غونده کې پاکستان او ایران تورن کړل، چې د افغان جګړې تر شاه د دوی لاس دی.

وکیلانو ویل چې دا جګړه داخلي نه ده، بلکې دا د پاکستان او ایران جګړه روانه ده او د دوی لوړ پوړي پوځي جنرالان له طالبانو سره په لیکو کې د افغان حکومت پر ضد جنګېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 140430

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140430/

جمهور
  https://www.jomhornews.com