۰

ایران او پاکستان پر افغانستان خبرې کړې دي

دوشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۵
راپورونه وايي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي سره تلېفوني خبرې کړې دي.
ایران او پاکستان پر افغانستان خبرې کړې دي
راپورونه وايي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خان او رییسي خبرې تر ډېره پر افغان سوله څرخېدې او دواړو لورو ټینګار کړی، چې دغه هېواد کې روانه جګړه باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د پاکستان لومړي وزیر په دغه تلېفوني مکالمه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې خو وايي، تمه لري چې د سولې مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

راپورنه وايي، ایراني لوري هم ټینګار کړي، چې د افغانستان امنیت د ایران لپاره خورا مهم دی او هڅه کوي، په افغان سوله کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړو د نن په غونده کې پاکستان او ایران تورن کړل، چې د افغان جګړې تر شاه د دوی لاس دی.

وکیلانو ویل چې دا جګړه داخلي نه ده، بلکې دا د پاکستان او ایران جګړه روانه ده او د دوی لوړ پوړي پوځي جنرالان له طالبانو سره په لیکو کې د افغان حکومت پر ضد جنګېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي