دفاع وزرات: کندوز کې مو د طالبانو پر لویه غونډه بمبار کړی

15 سرطان 1400 ساعت 11:15

ملي دفاع وزرات وايي، کندوز ولایت کې یې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کړی او لسګونو طالبانو ته یې مرګ ژبله اړولې.


ملي دفاع وزرات وايي، کندوز ولایت کې یې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کړی او لسګونو طالبانو ته یې مرګ ژبله اړولې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن سه شنبې د چنګاښ ۱۵ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د طالبانو پر غونډه یې پرون د کندوز ښار په څنډه کې برید کړی دی.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دغه هوايي برید کې یې ۳۶ وسله وال طالبان وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع زرات په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو بیا په ځینو نورو ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

طالبانو ویلي، له پرون راهیسې یې د بادغیس ابکمري، د هرات غوریان او چشت شریف، د نیمروز د لارام او د ننګرهار حصارک ولسوالۍ نیولي دي.

افغان چارواکو یوازې د چشت شریف او حصارک په اړه وايي، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر یې د ولسوالیو مرکزونه نورو سیمو ته لېږدولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140473

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140473/

جمهور
  https://www.jomhornews.com