۰

دفاع وزرات: کندوز کې مو د طالبانو پر لویه غونډه بمبار کړی

سی شنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۵
ملي دفاع وزرات وايي، کندوز ولایت کې یې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کړی او لسګونو طالبانو ته یې مرګ ژبله اړولې.
دفاع وزرات: کندوز کې مو د طالبانو پر لویه غونډه بمبار کړی
ملي دفاع وزرات وايي، کندوز ولایت کې یې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کړی او لسګونو طالبانو ته یې مرګ ژبله اړولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن سه شنبې د چنګاښ ۱۵ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د طالبانو پر غونډه یې پرون د کندوز ښار په څنډه کې برید کړی دی.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دغه هوايي برید کې یې ۳۶ وسله وال طالبان وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي دي.

دفاع زرات په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو بیا په ځینو نورو ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

طالبانو ویلي، له پرون راهیسې یې د بادغیس ابکمري، د هرات غوریان او چشت شریف، د نیمروز د لارام او د ننګرهار حصارک ولسوالۍ نیولي دي.

افغان چارواکو یوازې د چشت شریف او حصارک په اړه وايي، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر یې د ولسوالیو مرکزونه نورو سیمو ته لېږدولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي