د ناټو مشر له سکاټ مېلر سره پر افغانستان خبرې کړې دي

16 سرطان 1400 ساعت 10:51

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ د دغه لیدنې په اړه په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، له جنرال مېلر سره یې افغانستان کې پر روان وضعیت، امنیتي ستونزو، د بهرنیو ځواکونو په وتلو او نورو اړوندو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه لیدنه کې یې له سکاټ مېلر سره د سرتېرو د وتلو د بهیر پر څرنګوالی او وروستیو پرمختګونو هم خبرې شوې دي.
د ناټو مشر د دې لیدنې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ تازه اعلان کړی، چې دوی له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو لړۍ ۹۰ سلنه بشپړه کړې ده.

سرچینې ویلي، د سرتېرو ایستلو لړۍ دوام لري، خو له دې وروسته د امنیتي ملحوظاتو له امله معلومات نه خپروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140523

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140523/

جمهور
  https://www.jomhornews.com