د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ د دغه لیدنې په اړه په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، له جنرال مېلر سره یې افغانستان کې پر روان وضعیت، امنیتي ستونزو، د بهرنیو ځواکونو په وتلو او نورو اړوندو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه لیدنه کې یې له سکاټ مېلر سره د سرتېرو د وتلو د بهیر پر څرنګوالی او وروستیو پرمختګونو هم خبرې شوې دي.
د ناټو مشر د دې لیدنې نور جزیات نه دي خپاره کړي.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ تازه اعلان کړی، چې دوی له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو لړۍ ۹۰ سلنه بشپړه کړې ده.
سرچینې ویلي، د سرتېرو ایستلو لړۍ دوام لري، خو له دې وروسته د امنیتي ملحوظاتو له امله معلومات نه خپروي.
جمهورخبري آژانس:کابل