کابل کې د هند سفیر وايي، هېواد یې د افغان سولې، د افغان امنیتي او دفاعي، افغانانو او افغان حکومت ملاتړی دی او تر څنګ به یې ولاړ وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمد په افغانستان کې د هند له سفیر روډرندرا تندن سره پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۶ مه خپل دفتر کې لیدلي دي.
د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د امنیتي مسایلو او سولې په تړاو خبرې وکړې.
جنرال محمدي له هنده د افغانستان خلکو سره په سختو شرایطو کې د همکاریو او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو کدرونو د ښوونې او مسلکيتوب په برخو کې د اسانتیاوو له برابرولو مننه وکړه.
نوموړي ویلي، افغانستان سره د هند مرستې په دې اساس وخت خورا ډېرې مهمې دي.
په ورته وخت کې د کابل کې د هند سفیر د سولې پروسې او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته اشارې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.
د هند سفیر ښاغلي روډرندرا تندن ټينګار وکړ، چې تل به د افغانستان خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ وي.
دغه راز په دې لیدنه کې هغه درمل هم ملي دفاع وزارت ته وسپارل شول، چې هند د ملي اردو سره مرسته کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل