۰

د امریکا دفاع وزرات: د طالبانو پرمختګونه دوام نه شي کولی

شنبی ۱۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۸
د امریکا دفاع وزارت تاییدوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې ځینې پرمختګونه کړي او سیمې یې لاندې کړې، خو وايي، دا پرمختګونه دوام نه شي کولی.
د امریکا دفاع وزرات: د طالبانو پرمختګونه دوام نه شي کولی
د امریکا دفاع وزارت تاییدوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې ځینې پرمختګونه کړي او سیمې یې لاندې کړې، خو وايي، دا پرمختګونه دوام نه شي کولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګون ویاند جان کربي پرون جمعه د چنګاښ ۱۸ مه په یوه خبري غونده کې و ویل، چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کې وضعیت خراب شوی دی.

نوموړي تایید کړه، چې طالبانو په دې وروستیو کې پرمختګونه کړي، خو په وینا یې دا هر څه هره شېبه بدلېدای شي او دا ډله پرمختګونو ته دوام نه شي ورکولی.

هغه ویلي«څه چې موږ افغانستان لیدلي دا دي چې امنیتي وضعیت خراب شوی، په دې کې هېڅ شک نه شته، طالبان د ولسوالیو د مرکزونو نیولو ته دوام ورکوي.»

خو ټینګار یې وکړ، چې د سیمو د لاندې کولو معنا دا نه ده چې یوه ډله به هغه وساتلی شی او دوام به وکړي.

د جان کربي په وینا له همدې کبله ولسمشر بایډن ویلي چې د افغانستان جګړه ګټونکی نه لري.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن او نورو چارواکو هم د طالبانو له خوا وروستي پرمختګونه بې اهمیته بللي و او ټینګار یې کړی و، چې هر څه بدلېدای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي