د برېښنا شرکت وايي، پروان ولایت کې د برېښنا یوه ستن په بمولو الوزول شوې او ویجاړه شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پایه نن یکشنبې د چنګاښ ۲۰ مه سهار مهال د پروان ولایت په جنګل باغ کې الوزول شوې ده.
برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د برېښنا دغه ستنه په مکمل ډول نه ده تخریب شوې او دا مهال یې د جوړولو کار رون دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ملي امنیت عمومي ریاست په پروان ولایت کې د برېښنا ستنو د ویجاړولو پر تور د یوې درې کسیزې ډلې مشر نیولی وو.
د ملي امنیت ریاست ویلي وو، چې له یاد کس سره یې درې ملګري هم نیول شوي وو.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برېښنا ۳۹ ستنې په بمونو الوزول شوي، چې له دې سره یې شمېر ۴۰ ته ورسېده.
جمهورخبري آژانس:کابل