۰

پروان کې یې بیا د برېښنا یوه ستنه الوزولې

یکشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۹
د برېښنا شرکت وايي، پروان ولایت کې د برېښنا یوه ستن په بمولو الوزول شوې او ویجاړه شوې ده.
پروان کې یې بیا د برېښنا یوه ستنه الوزولې
د برېښنا شرکت وايي، پروان ولایت کې د برېښنا یوه ستن په بمولو الوزول شوې او ویجاړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پایه نن یکشنبې د چنګاښ ۲۰ مه سهار مهال د پروان ولایت په جنګل باغ کې الوزول شوې ده.

برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د برېښنا دغه ستنه په مکمل ډول نه ده تخریب شوې او دا مهال یې د جوړولو کار رون دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ملي امنیت عمومي ریاست  په پروان ولایت کې د برېښنا ستنو د ویجاړولو پر تور د یوې درې کسیزې ډلې مشر نیولی وو.

د ملي امنیت ریاست ویلي وو، چې له یاد کس سره یې درې ملګري هم نیول شوي وو.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برېښنا ۳۹ ستنې په بمونو الوزول شوي، چې له دې سره یې شمېر ۴۰ ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي