۰

ترکمنستان، افغان پولې ته څېرمه درنې وسلې او الوتکې ځای پر ځای کوي

دوشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۶
د ترکمنستان یوې امنیتي سرچینې ویلي، دوی د افغانستان پولې ته نېږدې د پوله ساتو ځواکونو د ملاتړ په موخه د پوځ له یوې اډې ځواکونه ځای پر ځای کوي.
ترکمنستان، افغان پولې ته څېرمه درنې وسلې او الوتکې ځای پر ځای کوي
د ترکمنستان یوې امنیتي سرچینې ویلي، دوی د افغانستان پولې ته نېږدې د پوله ساتو ځواکونو د ملاتړ په موخه د پوځ له یوې اډې ځواکونه ځای پر ځای کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، ځواکونه افغان پولې ته څېرمه ماري ښار ته ور روان دي.

نوموړی ویلي، چې افسران، جنکي جېټ الوتکې، چورلکې او درنې وسلې پولې ته لېږدول شوې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

په ورته وخت کې ترکمن نیوز هم ویلي، چې تېره اوونۍ سرحد آباد سیمې ته درنې وسلې لېږدول شوې او دغه راز په عشق آباد کې ریزرف ځواکونو ته هم امر شوی، چې پولې ته د تګ لپاره چمتوالی ولري.

د افغانستان پولې ته نېږدې د ترکمنستان له خوا د ځواکونو او درنو وسلو ځای پر ځای کول ښيي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي