۰
د کونړ دیني عالمان:

څوک چې افغانستان او نظام ته زیان رسوي د ټولو افغانانو ګډ دښمن دی

دوشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۹
د کونړ ولایت ګڼ لسګونو دیني عالمانو، د جوماتونو امامانو او خطیبانو په هېواد کې ژر تر ژره د جګړو د درېدو غوښتنه وکړه.
څوک چې افغانستان او نظام ته زیان رسوي د ټولو افغانانو ګډ دښمن دی
د کونړ ولایت ګڼ لسګونو دیني عالمانو، د جوماتونو امامانو او خطیبانو په هېواد کې ژر تر ژره د جګړو د درېدو غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۰ مه په یوه غونده کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او دغه راز له نظام څخه ملاتړ اعلان کړ.

دیني عالمانو ویل، خاوره، نظام او امنیتي بنسټونه ملي ابرو ده او څوک یې چې پر خلاف وسله پورته کوي، دوی به یې مخه نیسي.

دوی ویل، چې اوس خو بهرني ځواکونه هم له افغانستان څخه په وتو دي او نور د جګړې دوام ته هېڅ ډول دلیل نه دی پاتې.

دغو دیني عالمانو پر طالبانو غږ وکړ، چې جګړو ته د پای ټکی کېږي او نور د جهاد په نوم د بې ګناه افغانانو وینه تویې نه کړي.

د کونړ د علماوو شورا رییس مولوي ضیاالرحمن االله یار او د یادې شورا د سیاسي چارو مرستیال مولوي نجیب الله حقیار و ویل، چې افغان ځواکونه د مسلمان ملت بچیان دی، مومن مسلمان دي، په اسلامي او وطني مینه د خاورې او ولس لپاره په سنګرونو کې پراته دي.

دغه دواړو دیني عالمان د افغان خاورې ساتنه د ټولو افغانانو پت، عزت او ګډ مسؤلیت وباله وايي، هر هغه څوک چې د افغانستان نظام او خاورې ته زیان رسوي د ټولو افغانانو شریک دښمن دی.

دغو دیني عالمانو روانه جګړه ناروا او د ټولو دیني ارزښتونو خلاف وبلله او په هېواد کې یې د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

یو تن دیني عالم مولوي محمد انور و ویل، دیني علما هغه خلکو ته چې وحشت خپروي نصحت کوي چې اسلام دین مطالعه کړي، علماوو سره کېني او واوري چې  اسلام د امن، ترحم او ورورولۍ دین دی، نه د وحشت، قتل او قتال.

دغه دیني عالم ټینګار وکړ، چې دنیا ته امن او پرمختګ اسلام راوړی او هغه څه چې د دولت او نظام مخالفین ترسره کوي نه اسلام غوښتنه ده او نه د انسانیت.

دیني عالمانو دغه راز له خلکو وغوښتل چې د خپل ځان، اولادونو او د هېواد د راتلونکي نسل تحفظ لپاره له خپل نظام، دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي