هلمند او پکتیا کې چاودنو ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

21 سرطان 1400 ساعت 15:22

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند او پکتیا ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله د یوه نظامي په ګډون ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند او پکتیا ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله د یوه نظامي په ګډون ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه چاودنې نن دوشنبې د چنګاښ ۲۱ مه سهار مهال د هلمند د مرکز لښکرګاه په بولان او د پکتیا د مرکز ګردېز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې دي.

له هلمنده راپورونه وايي، چې بولان سیمه کې د ولسي وګړو په ټونس ډوله موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې څلور تنه په کې وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

بل خوا پکتیا کې بیا د جنايي جرمونو سره د مبارزې په کارمندان چاودنه شوې، چې له امله یې یو جنايي کارکوونکی وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 


د مطلب کود: 140709

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140709/

جمهور
  https://www.jomhornews.com