د امریکا دفاع وزرات: د طالبانو فعالیتونه ژور څارو

21 سرطان 1400 ساعت 15:48

د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د طالبانو له لوري ورځ تر بلې د سیمو لاندې کول او نور فعالیتونه په ژوره توګه تر څار لاندې نیولي دي.


د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د طالبانو له لوري ورځ تر بلې د سیمو لاندې کول او نور فعالیتونه په ژوره توګه تر څار لاندې نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د پنټاګون ویاند جان کربي له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کړې کړې او ویلي یې دي، امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي او دا پروسه په ښه توګه مخه ته روانه ده.

نوموړي زیاته کړې، اوس وخت د دې دی، چې افغان ځواکونه په خپله له خپلې خاورې او خلکو څخه په کلکه دفاع وکړي او مسوولیت واخلي.

جان کربي دا هم ویلي، چې دوی به د ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغان پوځ سره خپلو همکاریو ته دوام او امریکا کولی شي له هر ځای څخه افغان ځواکونو ته مشورې ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي، د امریکا او ناټو ډېری پوځیان له افغانستانه وتلي او څه چې پاتې دي هغوی به د اګسټ میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140712

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140712/

جمهور
  https://www.jomhornews.com