۰

د امریکا دفاع وزرات: د طالبانو فعالیتونه ژور څارو

دوشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۴۸
د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د طالبانو له لوري ورځ تر بلې د سیمو لاندې کول او نور فعالیتونه په ژوره توګه تر څار لاندې نیولي دي.
د امریکا دفاع وزرات: د طالبانو فعالیتونه ژور څارو
د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د طالبانو له لوري ورځ تر بلې د سیمو لاندې کول او نور فعالیتونه په ژوره توګه تر څار لاندې نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د پنټاګون ویاند جان کربي له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کړې کړې او ویلي یې دي، امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي او دا پروسه په ښه توګه مخه ته روانه ده.

نوموړي زیاته کړې، اوس وخت د دې دی، چې افغان ځواکونه په خپله له خپلې خاورې او خلکو څخه په کلکه دفاع وکړي او مسوولیت واخلي.

جان کربي دا هم ویلي، چې دوی به د ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغان پوځ سره خپلو همکاریو ته دوام او امریکا کولی شي له هر ځای څخه افغان ځواکونو ته مشورې ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي، د امریکا او ناټو ډېری پوځیان له افغانستانه وتلي او څه چې پاتې دي هغوی به د اګسټ میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي