ولسمشرغني بلخ ولایت ته ولاړ

22 سرطان 1400 ساعت 11:51

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته رسېدلی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني او ورسره پلاوی نن سه شنبې د چنګاښ ۲۲ مه سهار مهال مزارشریف ښار ته ورسېدل.

د ارګ خبرپاڼه وايي، مزار ته د ولسمشر د سفر موخه د دغه ولایت امنیتي وضعیت ارزول دي.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي غني به په دې سفر کې د یاد ولایت له نظامي او ملکي چارواکو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ولسونو سره بېلا بېلې لیدنې ولري.

ولسمشر پر داسې مهال مزار ته ځي، چې نورو ولایتونو په شان په دغه ولایت کې هم په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی دی.

د یادونې ده، چې ولسمشر تر دې وړاندې خوست ولایت ته تللی و او هلته یې د یوه هوايي ډګر پرانسته هم وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 140744

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140744/

جمهور
  https://www.jomhornews.com