۰

ولسمشرغني بلخ ولایت ته ولاړ

سی شنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته رسېدلی دی.
ولسمشرغني بلخ ولایت ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني او ورسره پلاوی نن سه شنبې د چنګاښ ۲۲ مه سهار مهال مزارشریف ښار ته ورسېدل.

د ارګ خبرپاڼه وايي، مزار ته د ولسمشر د سفر موخه د دغه ولایت امنیتي وضعیت ارزول دي.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي غني به په دې سفر کې د یاد ولایت له نظامي او ملکي چارواکو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ولسونو سره بېلا بېلې لیدنې ولري.

ولسمشر پر داسې مهال مزار ته ځي، چې نورو ولایتونو په شان په دغه ولایت کې هم په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی دی.

د یادونې ده، چې ولسمشر تر دې وړاندې خوست ولایت ته تللی و او هلته یې د یوه هوايي ډګر پرانسته هم وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي