چین طالبانو ته! له جګړې او ټولو ترهګرو ډلو سره له اړیکو لاس واخلۍ

23 سرطان 1400 ساعت 8:42

چین له وسله والو طالبانو په کلکه غوښتي، چې له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرېکړي، له جګړې لاس واخلي او د افغانستان سیاسي میدان ته راشي.


چین له وسله والو طالبانو په کلکه غوښتي، چې له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرېکړي، له جګړې لاس واخلي او د افغانستان سیاسي میدان ته راشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پرون سه شنبې د چنګاښ ۲۲ مه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین محی الدین سره دوشنبې کې تر لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري کنفرانس کې وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان لانجه پوځي حل لار نه لري او دواړه خواوې باید د سیاسي جوړجاړي له لارې جګړو او ستونزو ته د پای ټکی کېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د یوه پوځي قوت په توګه طالبان باید هغه مسوولیتونه وپېژني چې د ملت په وړاندې یې لري.

وانک يي زیاته کړه، چې طالبان باید له ټولو ترهګرو ډولو سره اړیکې پرېکړي، جګړې ودروي او د افغانستان د سیاست میدان ته داخل شي.

که څه هم د دې ناستې ډېر جزیات نه دی ورکړل شوي، خو چین او امریکا تر دې وړاندې په وار وار ویلي، چې که طالبان د زور له لارې واک تر لاسه کړي دوی به یې حکومت په رسمیت ونه پېژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140776

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140776/

جمهور
  https://www.jomhornews.com