۰

د افغان حکومت یو پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۴
باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د ملي روغې جوړې عالي شورا په مشرۍ به د افغان حکومت یو باصلاحیته پلاوی د طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.
د افغان حکومت یو پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي
باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د ملي روغې جوړې عالي شورا په مشرۍ به د افغان حکومت یو باصلاحیته پلاوی د طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه پلاوی به د راتلونکې جمعې د چنګاښ ۲۵ مه قطر ته ولاړ شي، چې په کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم دی.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، ګلبدین حکمتیار، مارشال عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، محمد محقق، کریم خلیلي، سلام رحیمي، سید سعادت منصور نادري، مولوي عنایت الله بلیغ او فاطمه ګیلاني هغه نور کسان دي، چې په دې پلاوي کې شامل دي.

ویل کېږي له طالبانو سره به د دغه افغان سیاسیونو لیدنه او ناسته د یوې ورځې لپاره وي او په کې به د سولې پر مهمو مسایلو چې اوربند هم په کې دی خبرې وکړي.

که څه هم د دغه پلاوی د تګ خبره تر اوسه په رسمی توګه نه ده تایید او اعلان شوې، خو پرون عبدالله عبدالله په یوه غونډه کې و ویل، چې په راتلونکو دوه درې ورځو کې به د سولې خبرې په یوه بله کچه پیل شي.

دغه راز پځواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه خبري غونده کې و ویل، چې ډېر ژر به د طالبانو سره د سولې جدي او پایلې لرونکې خبرې پیل شي.

بل خوا طالبانو هم تایید کړې، چې دوی داسې راپورونه تر لاسه کړي، چې ګنې له کابله یو پلاوی دوحې ته ورتلونکي دی.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دغه خبرې پخلی کړی او ویلي یې دی، چې دوی له هر چا سره د سولې خبرو ته چمتو دي.

خو تر اوسه پورې د طالبانو له لوري دا نه ده روښانه، چې په دغه لیدنه کې به د دوی له لوري مرکچیان څوک وي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د افغان سیاسیون یو پلاوي په تهران کې د طالبانو له یوه پلاوي سره لیدلي و او د سولې پر موضوعاتو یې خبرې کړې وې.

دواړو لورو تر دغه لیدنې وروسته ویلي و، چې خبرې په دوستانه فضا کې تر سره شوې او په کې د مذاکراتو پر دوام او یوه سیاسي جوړجاړي ټینګار وشو.

دیوان خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي