۰

یوناما افغانستان کې د اختر په ورځو کې د اوربند غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۶:۱۱
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د راتلونکي لوی اختر په مناسبت په دغه هېواد کې د اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې ده.
یوناما افغانستان کې د اختر په ورځو کې د اوربند غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د راتلونکي لوی اختر په مناسبت په دغه هېواد کې د اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۳ مه یوه خبرپانه کې ویلي، حکومت او طالبان دې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي، په دې کار سره له دوامداره او مانا لرونکو خبرو اترو سره تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره لا هوارېږي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې ملکي وګړو ته د زیان نه رسیدو تر ټولو ښه لاره د سولې خبرو اترو ته بیا ورګرځېدل یاد کړي او ټینګار یې کړی چې دغه بهیر باید له سره پیاوړی شي.

خبرپانه وايي، هغوی چې د افغانستان او افغانانو راتلونکي ته لیواله دي، باید د سولې خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د بنسټونو د ساتنې په ګډون د داسې اقداماتو ژمنه وکړي، ترڅو د ټولو افغانانو هوساینه یقیني شي.

سرچینې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او پر هغو خلکو د تاوتریخوالي د ادعاوو په اړه چې د روانو جګړو له امله په ټول هېواد کې اغېزمن شوي دي اندېښنه ښودلې ده.

یوناما زیاتوي، په پراخه کچه د وژنو، ناسم چلند او تبعیض په اړه ځورونکو رپورټونو ویره او ناامني رامنځته کړې. ددغه ډول کړنو له ترسره کونکو سره باید حساب وشي.

ملګري ملتونو ټینګار کړی چې ښکېلې غاړې مکلفې دي چې د افغانانو عزت او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې چې دا مهال تر بل هر وخت په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

حمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي