۰
ملابرادر د دوحې په ناسته کې:

یوازینې حل لار پیاوړی، مرکزي او خپلواک نظام جوړېدل دي

شنبی ۲۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۱۰
د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د لوړ پوړیو پلاویو د ناستې په پیل کې د طالب پلاوی مشر ملا عبدالغني برادر و ویل، چې د افغانستان د ستونزې یوازینۍ حل لار یو پیاوړیو مرکزي او خپلواک نظام جوړېدل دي.
یوازینې حل لار پیاوړی، مرکزي او خپلواک نظام جوړېدل دي
د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د لوړ پوړیو پلاویو د ناستې په پیل کې د طالب پلاوی مشر ملا عبدالغني برادر و ویل، چې د افغانستان د ستونزې یوازینۍ حل لار یو پیاوړیو مرکزي او خپلواک نظام جوړېدل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان پلاوي او د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ د طالب پلاوي تر منځ دوه ورځنۍ ناسته نن شنبې د چنګاښ ۲۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوه.

د دغه ناستې موخه د بین الافغاني خبرو اترو ګړندي کول په ټول کې یوه داسې سیاسي توافق ته رسېدل، چې پر مټ یې افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه په ځانګړي ډول شل کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې د طالبانو د قطر دفتر مشر او د طالبانو د رهبري مرستیال ملاعبدالغني برارد په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د ستونزې د حل یوازینۍ لار پیاوړی، مرکزي او خپلواک نظام جوړېدل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یو خپلواک او مرکزي نظام لپاره باید ټول لوري له خودخواهۍ، شخصي منافعو تیر شي څو بې باوري او بې اعتمادي له منځه لاړه شي.

ملا برادر وایي، بین الافغاني مذاکرات له نږدې لسو میاشتې راهیسې جریان لري، خو ځینې ستونزې شته، هغه ډول چې توقع کېدله پرمختګونه نشته، خو بیا هم ورته ناهیلي نه دي.

دغه غونډه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا و ویل، چې په زور او جګړې له لارې هدف ته رسېدل ناممکن دي، ځکه دغه کار به نه یوازې ستونزې حل نه کړي، بلکې جګړې به پله بلڼه دوام پیدا کړي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې و ویل«موږ راغلي یو تر څو تاسو ته ډاډ درکړو، چې له دې فرصت نه باید ښه ګټه پورته کړو، مشکل که هر څومره لوی او پېچلی وي خو په مشوره، صداقت او د هېواد علیا ملي ګتو ته په پام سره حل کېدلای شي، هغه څه چې مثبت دي راځۍ چې وده ورکړو او هغه څه چې دواړه خواوې ورباندې یقیني دي، چې هېواد اوملي ګټو ته تاوان رسوي ورڅخه دده وکړو، هره ورځ چې مذاکرات ځنډیږي، مونږ او تاسې ټولو خلکو ته ملامت کیږو.»

عبدالله عبدالله هیله وښوده، چې دغه دوه ورځنۍ ناستې به د مذاکراتو له روان بهیر سره مرسته وکړي تر څو د سولې لپاره ګړندي ګامونه واخستل شي.

ده پر طالبانو غږ وکړ، چې راځۍ له حاشیې څخه تېر او د مشکل په متن بحث وکړو، چې څنګه کولی شو دغه کار ګړندۍ او چټک کړو.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، دا وینه چې توېږي دا د افغانانو او مسلمانانو وینه ده، چې نه یې جبیره کولی شو او نه هم ځان له مسوولیت څخه خلاصولی شو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي