۰
نشنل انټرسټ:

افغانستان کې د پاکستان جګړه روانه خو امریکا بایلوده

یکشنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۷
نشنل انټرسټ نشریې په یوه مطلب کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې نیابتي جګړه بایللې ده.
افغانستان کې د پاکستان جګړه روانه خو امریکا بایلوده
نشنل انټرسټ نشریې په یوه مطلب کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې نیابتي جګړه بایللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، چې افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه روانه وه، خو امریکا ونه ګټله او د پاکستان پر وړاندې بایلونکې شوه.

د نشنل انټرسټ په دې مطب کې لیکل شوي دا واضح خبره ده، چې القاعده شبکې او همدا راز طالبانو د پاکستان مستقیم ملاتړ له ځان سره درلود او د القاعده مشر چې په امریکا کې د سترو بریدونو مسوول و په پاکستان کې ووژل شو.

خو د مطلب د لیکوال په وینا امریکايي چارواکي په لوی لاس د پاکستان د کړنو پر وړاندې چوپ و او د دغه هېواد پر وړاندې بایلونکي شوي دي.

نشنل انټرسټ وایي اوس هم د جګړې د ختمولو اغېزناکه لار دا ده چې پر پاکستان فشارونه ډېر شي، دغه هېواد د جګړو له ملاتړه را وګرځول شي او په کابل کې د حکومت او سیستم د پیاوړتیا لپاره هڅې ډېرې کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي پارلمان غړو هم پرون یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان باید د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په خپله خاوره کې دې د ترهګرو د شته مرکزونو او پتنځایونو د لمنځه وړلو لپاره علمي اقدامات وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي