۰
سلطان برکات:

د افغان سولې په اړه ښه زيري پر لار دي، افغانان به ژر د سولې شاهدان وي

یکشنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۷
په قطر کې د شخړو د حل او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات وایي، د افغان سولې په اړه هیله مندۍ ډېرې شوې او ښه زېري په لار دي.
د افغان سولې په اړه ښه زيري پر لار دي، افغانان به ژر د سولې شاهدان وي
په قطر کې د شخړو د حل او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات وایي، د افغان سولې په اړه هیله مندۍ ډېرې شوې او ښه زېري په لار دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي برکات په تازه څرګندونو کې ویلي، ښايي د افغان جګړې وروستۍ مرحلې وي او افغانان ډېر ژر د سولې شاهدان وي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې له قطر د افغان سولې په اړه ښه زيري پر لار دي.

بله خوا په قطر کې روانو مذاکراتو ته نږدې سرچینې وایي چې مذاکرات په ښه فضا کې پر مخ روان دي او تمه شته چې ډېر ژر دواړه اړخونه د ستونزو پر حل هوکړې ته سره ورسېږي او یا هم په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم په تازه څرګندونو کې هیله ښودلې چې خبرې به ښې پایلې ولري، ځکه خبرې په همدې نیت ترسره کېږي چې له یوه بل سره جوړ راشي.

ښاغلي نادري ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي، د بندو دروازو تر شا داسې څه پېښ شول چې افغانانو ته به ښه خبر وي.

راپورونه وايي، له کابله ورغلی د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی، د وخت اهمیت ته په کتو داسې ښکاري چې غواړي درې میاشتو کې د ننه خبرې اترې خلاصې کړي.

د یادونې ده، چې پرون د عبدالله عبدالله په مشري د افغان دولت د پلاوي او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې پیل شوې.

عبدالله په خپله وینا کې و ویل، چې جګړه د حل لار نه ده او نه هم یو طرف ته پرې رسېدای شي، نو هغه به دا وي، چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي او له لاس ته راغلي فرصت څخه ښه ګټه واخستل شي.

عبدالله ټینګار وکړ، چې موخه یې د افغانستان ستونزې ته د یوې سیاسي حل لارې موندل، مشارکت او د افغانستان د خلکو لپاره د یوې ګډې راتلونکې ټاکل دي.
 
هغه و ویل«د افغانستان مشکل نظامي حل لار نه لري، موږ باید ټول توان او انرژي یوه سیاسي توافق ته په رسېدو راټول کړو، تر څو جګړه ودرېږي او د افغانستان د خلکو لپاره یوه ګډه راتلونکې وټاکو.»
 
د ملي روغې جوړې عالی شورا زیاته کړه، چې سولې ته رسېدل له دواړو لورو انعطاف ته اړتیا لري او دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې او نړۍ په کچه په افغانستان کې د سولې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

په ورته وخت د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر هم ټينګار وکړ، چې د افغانستان د ستونزې یوازینۍ حل لار یو پیاوړیو مرکزي او خپلواک نظام جوړېدل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یو خپلواک او مرکزي نظام لپاره باید ټول لوري له خودخواهۍ، شخصي منافعو تیر شي څو بې باوري او بې اعتمادي له منځه لاړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي