۰

پاکستان د افغان سفیر په اړه د افغان حکومت پر تصمیم خپګان ښودلی

دوشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۴
 پاکستان له دغه هېواد څخه د افغانستان د سفیر او لوړ پوړو دیپلوماتانو ایستلو په اړه د افغان حکومت پر تصمیم خپګان ښودلی او دا یې د تاسف وړ کار بللی دی.
پاکستان د افغان سفیر په اړه د افغان حکومت پر تصمیم خپګان ښودلی
 پاکستان له دغه هېواد څخه د افغانستان د سفیر او لوړ پوړو دیپلوماتانو ایستلو په اړه د افغان حکومت پر تصمیم خپګان ښودلی او دا یې د تاسف وړ کار بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، له پاکستانه د سفیر او لوړ پوړو دیپلوماتانو د ایستلو په اړه د افغانستان د حکومت تصمیم د خپګان او تاسف وړ دی.

خبرپانه کې راغلي، چې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر په لور برید او تښتونه پلټل شوې او د پاکستان د صدراعظم د هدایت په اساس په لوړه کچه تعقیبیږي.

سرچینې زیاته کړې، چې پاکستان کې د افغانستان د سفیر، د هغه د کورنۍ او د سفارت د کارکوونکو امنیت نور هم جدي نیول شوی.
اعلامیه وایي: «مونږ هیله من یو چې د افغانستان حکومت په خپل نصمیم بیا غور وکړي.»

خبرپانه وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو سکرتر پرون د افغانستان د سفیر سره کتلي او د حکومت د ټولو اقداماتو په اړه یې ورته وضاحت ورکړی اوورته یې د بشپړه همکارۍ ډاډ ورکړی.

په اسلام اباد کې پولیس وايي نا معلومه کسانو د افغانستان د سفیر لور د جمعې په ورځ وتښتوله او له شاوخوا پنځو ساعتونو اختطاف  او شنکجې وروسته یې بېرته خوشې کړې ده.

دغه کار په افغانستان کې سخت غبرګونونه راوپارول، افغان حکومت د پاکستان سفیر احضار کړ او له اسلام آباد یې خپل سفیر او دیپلوماتان راوغوښتل.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د افغانستان د سفیر د لور اختطاف کول غندلي او پاکستان یې د افغان دپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د امنیت په ساتنې کې ناکام بللی دی.

په همدې حال په کابل او جلال اباد کې د افغانستان د سفیر د لور د اختطاف په ضد لاریونونه وکړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي