۰
منظور پښتین:

نېږدې راتلونکې کې به د لر بر افغان وطن د امن لپاره لویه جرګه راوغواړو

دوشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۱
د بښتون ژغورنې ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، نېږدې راتلونکې کې به افغانستان او له ډېورنډ کرښې دې خوا د امن او ثبات لپاره یوه لویه جرګه راوغواړي.
نېږدې راتلونکې کې به د لر بر افغان وطن د امن لپاره لویه جرګه راوغواړو
د بښتون ژغورنې ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، نېږدې راتلونکې کې به افغانستان او له ډېورنډ کرښې دې خوا د امن او ثبات لپاره یوه لویه جرګه راوغواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې منظور پښتین په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د تازه جګړو پر پیل اندېښنه ښودلې وايي، د دې جګړې لمبې به تر کرښې دېخوا هم ولسونه وسېځي.

نوموړي زیاته کړې، وړاندې هم چې په افغانستان کې جګړې وې، د کرښې دېخوا ولسونه یې هم قرباني شول، ترورونه په کې وشول، د پاکستاني ریاست عملیات په کې وشول، چور او تالان په کې کډ شو.

هغه خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې تازه جګړې به نه یوازې په دغه هېواد کې بربادۍ جوړې کړي، بلکې د کرښې دېخوا به هم ورانۍ او وژنې رامنځ ته کړي.

ښاغلي پښتین زیاته کړې، دلته اوس هم ډېر خلک شته چې په دې نه پوهېږي چې د افغانستان امن او استحکام يوازې د افغانستان لپاره نه بلکه په کرښه دې خواه هم چي څومره پښتانه دي د دې لپاره هم ډېر مهم دي.
 
نوموړي ویلي«د افغانستان جنګ چي د ډېر وخت نه بلکه څلويښت پینځوس کالونه که هم لږ مخته لاړ شو بيا هم په دې باندې بحث کېږي چې هلته هم يو جنګ و، دا جنګ چي کله هم شوی دی په دې کې وينه د پښتنو افغانانو تويه شوې ده او ګټې او فايدې يې د دنيا تور قوتونه پورته کړې ده.

دغه راز پښتین وايي، د افغانستان د جنګ ملاتړ چې هر کله کومې طبقې هم کړی دی د هغه يو خو تباهۍ او بربادۍ دې خاورې او اولس ته راوړي ده، بلکې هغه خپل هم پکي معاف شوي نه دي .
 
هغه یو ځل بیا خبرداری  ورکړی، اوس چې امريکا د افغانستان څخه ځي نو يو ځل بيا افغانستان کې جګړه تېزه شوې او په دغه جنګ کې هلته بلا تباهۍ او بربادۍ جوړې شوې دي.
 
نوموړي ویلي«دا جنګ يوازې تر افغانستان ندي محدود بلکې دا به په نزدې وختونو کې د کرښې دې خواه هم خپل نتايج راوړي ، او يو ځل به بيا موږ لکه اوس چې پي ټي ايم خبرې کوي لکه مسنګ پرسنز، ايکسټرا جوډيشل کيلنګ او لينډ ماينز دي بيا به يو ځل رياست ته د اولسونو د استحصال موقعې جوړې شي.»

ده یو ځل بیا پر پاکستان سختې نیوکې کړې ویلي یې دي، چې پاکستان یو وخت د طالبانو سره ښې اړیکې جوړولې، هغوی ته به یې ټرېننګ ورکولو خو بیا به یې د همدې طالبانو په نوم د کرښې دېخوا د پښتونو وژنه، ترورونه او ورانۍ کولې.

دی زیاتوي، چې پاکستان دغسې به په راتلونکې کې هم دا کار کوي او دا به افغانستان کې د ډېرې بربادۍ، ویرانۍ او وژنو سبب شي.

ښاغلي پښتین زیاته کړې، چې پي ټي اېم افغانستان کې امن غواړي او څوک چې افغانستان کې د اقتدار تر لاسه کولو دعوا کوي، نو افغان ولس ته د مراجعه وکړي او د ولس د رایې مطابق د حکومت جوړ کړي نه د زور له لارې.
 
پښتین وايي، څوک چې په زور افغانستان کې حکومت جوړول غواړي هغه که طالبان دي او که نور ډلې دا به د سختې تباهۍ او مرګونو د زیاتوالي سبب شي او افغانستان به ډېر زیان و ویني.

دی زیاتوي، اسانه لار يې دا ده چې په افغانستان کې هر څوک چې اقتدار غواړي هغه جمهوریت او ولس ته غاړه کېږدي او پي ټي ايم هر هغه حکومت چې د افغانستان د ولس په رايه جوړيږي د هغه سره به ولاړ وي او حمايت بې کوي.
 
منظور پښتین یو ځل بیا ویلي، که څوک زور باندې افغانستان کې حکومت جوړوي، پي ټي ايم به د هغه مخالفت کوي ،او د هغه په ضد به غږ پورته کوي.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پي ټي ايم افغانستان او افغان ولس ته د امن او استحکام په هکله ډاډ ورکوي او زیاتوي«تاسو خپلې حوصلې مضبوطې ساتۍ، موږ پي ټي ايم د ورونو په شان ستاسو سره ولاړ يو، موږ که ضرورت پېښ شو تر کابله پورې به لاریونونه درکوو، او د افغانستان د امن او ثبات لپاره به په هر فورم هر ځای کې غږ پورته کوو، ځکه د افغانستان امن او ثبات د دې ټولې خطې (سیمې) د امن او ثبات لاره ده.»
 
نوموړی وايي، اوس په افغانستان کې امریکا نشته، هلته ټول افغانان او مسلمان دي او دا جنګ یوازې مسلمان او افغان وژنه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، په نېږدې راتلونکې کې به په لر بر افغان وطن کې د امن او ثبات لپاره له سلاه مشورو وروسته د افغان وطن د مشرانو یوه لویه جرګه راوبولي.

ده ویلي« په اوويشتمه جولای به ممکين جنوبي وزیرستان کې د افغانستان د امن لپاره، د افغانستان د ولس سره د اظهار د همغږۍ لپاره او په دغه خطه کې د جنګ په مخالفت کې به د پي ټي ايم يوه جلسه کېږي.»
 
ښاغلي پښتین پر پاکستاني ریاست نیوکه کړې، وايي پاکستاني ریاست تل د افغانستان د ړنګولو تګلاره لري او ورسره ولاړ دي، خو پي ټي ایم د پاکستان له اړخه افغانستان کې د منفي لاسوهنې تل مخالف دی او وي به.
 
هغه د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور تښتونه په کلکه غندلې او ویلي یې دي، چې دا کار به د افغانستان او پاکستان اړیکې، چې له پخوا کړکېچنې وې، نورې هم خرابې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي