کابل کې د ګڼو شمېر هېوادونو سفارتونو او استازولیو په یوه ګډه اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړي، چې لوی اختر کې د تل لپاره وسله پر ځمکه کېږي او جګړې ودروي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی په دغه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو روان بریدونه د سولې د روانو خبرو او سیاسي حل ادعا سره په ټکر کې دي.
د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، چک جمهوریت، د اروپايي ټولنې استازي، فنلډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا، هالنډ، د ناټو ملکي استازوالۍ، اسپانیا، سویډن، برېتانیا او امریکا دپلوماتیکي نمایندګۍ، د طالبانو د روانو بریدونو چې د خبرو له لارې یو سیاسي حل لارې ته د رسېدو هڅې شنډوي، ملکي خلک زیانمنوي او بېځایه کوي، د چټک بندېدو غوښتونه کړې ده.
یادو بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې هدفي بریدونه، د زېربناو ویجاړول او د افغانانو د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په وړاندې ګواښونه غندلي دي.
اعلامیه وايي، طالبان باید په لوی اختر کې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې په اړه نړیوالو ته خپله ژمنتیا وښيي.
دوی زیاته کړې«موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سره یو ځای له طالبانو او نورو اړخونو څخه غواړو چې ډېر ژر روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي، له یو دایمي او هر اړخیزه اوربند سره هوکړه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې تر بل هر وخت جګړو زور اخیستی او له امله یې زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.
تمه وه، چې قطر کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان دولت او د ملا برادر په مشرۍ د طالب پلاویو تر منځ په دوه ورځنۍ ناسته کې به د اوربند او جګړې درېدو په اړه یو توافق وشي، خو دا خبرې هم له یوې داسې پرېکړې، چې ولس ورته به تمه و، خالي پای ته ورسېدې.
جمهورخبري آژانس:کابل