۰
د ولسمشر غني سلاکار ګاونډیو هېوادونو ته!

پولې ته سرتېري مه رالېږۍ، د طالبانو ملاتړ پرېږدۍ

یکشنبه ۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۱
په فرهنګي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي افغان پولې ته څېرمه د ځینو ګاونډیو هېوادونو د ځواکونو ځای پر ځای کولو ته غبرګون ښودلی دی.
پولې ته سرتېري مه رالېږۍ، د طالبانو ملاتړ پرېږدۍ
په فرهنګي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي افغان پولې ته څېرمه د ځینو ګاونډیو هېوادونو د ځواکونو ځای پر ځای کولو ته غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پر دغه ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې پولې ته د سرتېرو او ځواکونو د لېږلو پر ځای دې له طالبانو خپل ملاتړ پرېکړي.

نوموړي په خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، چې ګاونډیو هېوادونو له ترهګرۍ څخه د وېرې په خاطر د افغانستان پولو ته نېږدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

دی پر دغه هېوادونو غږ کوي، چې د دې پر ځای باید په لومړي سر په ترهګرو ډلو کې د خپل هېواد د وګړو د غړیتوب څخه مخینوی کړی وای.

مرتضوي زیاته کړې«په دویم قدم کې باید ډول درک کړي، چې ترهګرۍ مور طالبان دي، د سیمې او نړۍ امنیت د طالبانو له لوري له خطر سره مخ دی.»

د ولسمشر سلاکار دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې افغانستان کې د جګړې د زیاتېدو سره، پاکستان ډېورنډ کرښې ته څېرمه او ایران، تاجکستان او ازبکستان د افغانستان پولې ته څېرمه ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

افغان دولت پاکستان، ایران او روسیه عملآ د طالبانو په ملاتړ تورن کړي وايي، دغه هېوادونو د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف طالبانو ته رونیز، تجهیزاتي او نور جنګي امکانات برابروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي