۰

د طالبانو یو پلاوی چین ته تللی دی

چهارشنبه ۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۵
د طالبانو د قطر دفتر وايي، د دوی د فتر د رییس او د سیاسي مرسیتال ملا عبدالغي برارد په مشرۍ یو ۹ کسیزه پلاوی چین ته تللی دی.
د طالبانو یو پلاوی چین ته تللی دی
د طالبانو د قطر دفتر وايي، د دوی د فتر د رییس او د سیاسي مرسیتال ملا عبدالغي برارد په مشرۍ یو ۹ کسیزه پلاوی چین ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، د ملابرادر په مشرۍ دغه پلاوی د چین په رسمي بلنه پرون دغه هېواد ته تللی دی.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې طالب پلاوي په دغه دوه ورځني سفر کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي سره لیدلي دي.

دی وايي، په دې لیدنه کې په سیاسي، اقتصادي، امنیتي مسایلو او دغه راز د افغانستان پر اوسنۍ اوضاع سولې پروسه باندې خبرې اترې شوې دي.

وردګ وايي، طالب پلاوی چین ته ډاد ورکړي، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد د امنیت پر ضد ونه کارول شي.

د نوموړي په وینا په ورته وخت کې چیانيي چارواکو هم له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام او پراختیا ډاډ ورکړي ویلي یې دي، چې دوی د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، بلکې د ستونزو په حل او سولې رامنځ ته کېدو په برخه کې به مرسته وکړي.

 د یادونې ده، چې د طالبانو پلاوی تر دې وړاندې، ایران، مسکو او تاجکستان ته هم سفرونه کړي او د هغه هېوادونو له چارواکو سره یې د نورو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي