اروپايي ټولنه: افغانستان کې د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

10 اسد 1400 ساعت 10:09

اروپايي ټولنې یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د زور له لارې واک ته رسېدونکی حکومت به په هېڅ صورت په رسمیت ونه پېژني.


اروپايي ټولنې یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د زور له لارې واک ته رسېدونکی حکومت به په هېڅ صورت په رسمیت ونه پېژني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په یوه تازه مرکه کې کړې دي.

نکلسون ټینګار کړي، چې د دې غوښتونکي دي چې روانه جګړه په افغانستان کې ختمه شي او طالبان د زور له لارې ځان واک ته رسول پرېږدي.

دی وايي، اروپايي ټولنه هغه حکومت په رسمیت نه پېژني چې د طالبانو له لوري په زور رامنځ ته کېږي او که داسې وشي نو اروپایي ټولنه به خپلې ټولې مرستې له افغانستان سره قطع کړي چې په دې صورت کې به دغه هېواد یو ځل بیا یو منزوي هېواد شي.

د اروپايي ټولنې استازي ویلي، ټول اړخونه دا هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي نو له همدې امله طالبانو ته هم په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141273

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141273/

جمهور
  https://www.jomhornews.com