۰

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

یکشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۹
اروپايي ټولنې یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د زور له لارې واک ته رسېدونکی حکومت به په هېڅ صورت په رسمیت ونه پېژني.
اروپايي ټولنه: افغانستان کې د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو
اروپايي ټولنې یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د زور له لارې واک ته رسېدونکی حکومت به په هېڅ صورت په رسمیت ونه پېژني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په یوه تازه مرکه کې کړې دي.

نکلسون ټینګار کړي، چې د دې غوښتونکي دي چې روانه جګړه په افغانستان کې ختمه شي او طالبان د زور له لارې ځان واک ته رسول پرېږدي.

دی وايي، اروپايي ټولنه هغه حکومت په رسمیت نه پېژني چې د طالبانو له لوري په زور رامنځ ته کېږي او که داسې وشي نو اروپایي ټولنه به خپلې ټولې مرستې له افغانستان سره قطع کړي چې په دې صورت کې به دغه هېواد یو ځل بیا یو منزوي هېواد شي.

د اروپايي ټولنې استازي ویلي، ټول اړخونه دا هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي نو له همدې امله طالبانو ته هم په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي