د عربي پارلمان یو پلاوی پر افغانستان د خبرو لپاره پاکستان ته تللی

11 اسد 1400 ساعت 9:19

د عربي پارلماني ډلې یو پلاوی د افغانستان د روان وضعیت په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو په پار دغه هېواد ته تللی دی.


د عربي پارلماني ډلې یو پلاوی د افغانستان د روان وضعیت په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو په پار دغه هېواد ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپوورنه وايي، دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

ویل کېږي د دې ډلې مشري د بحرین د پارلمان مشر کوي او پاکستان ته یې سفر هم پنځه ورځنی دی.

راپورونه وايي، دوی به په دې سفر کې د افغانستان پر روان وضعیت او دلته احتمالي پېښو خبرې کوي.

د سفر عمده موخه له پاکستاني پارلمان سره لیده کاته او همدا راز د دغه هېواد له ځینو چارواکو سره د سیمې، افغانستان او کشمیر پر وضعیت غږېدل دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم پاکستان ته سفر کړی و چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا دوی په افغانستان کې پر روانه جګړه، خنډونو او فرصتونو خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141303

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141303/

جمهور
  https://www.jomhornews.com