د عربي پارلماني ډلې یو پلاوی د افغانستان د روان وضعیت په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو په پار دغه هېواد ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپوورنه وايي، دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
ویل کېږي د دې ډلې مشري د بحرین د پارلمان مشر کوي او پاکستان ته یې سفر هم پنځه ورځنی دی.
راپورونه وايي، دوی به په دې سفر کې د افغانستان پر روان وضعیت او دلته احتمالي پېښو خبرې کوي.
د سفر عمده موخه له پاکستاني پارلمان سره لیده کاته او همدا راز د دغه هېواد له ځینو چارواکو سره د سیمې، افغانستان او کشمیر پر وضعیت غږېدل دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم پاکستان ته سفر کړی و چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا دوی په افغانستان کې پر روانه جګړه، خنډونو او فرصتونو خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل