کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راسن ویلسن د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ویلسن او عبدالله لیدنه پرون یکشنبې د زمري ۱۰ مه سپېدار مانۍ کې شوې او دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت، سولې پروسې او له افغانستان سره د امریکا پر کړیو ژمنو خبرې کړې دي.
د سپېدار خبرپاڼه وايي، ویلسن په خپلو څرګندونو کې ډاډ ورکړی، چې امریکا به له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې د نویو اړیکو د فصل په چوکاټ کې عملي کړي.
ویلسن د افغان سیاسیونو او مشرانو له خوا یوالي هم خوښي ښودلې ویلي یې دي، چې امریکا هڅه کوي، افغانستان کې د سولې لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او افغانستان څخه به د امریکا ملاتړ دوام ولري.
په ورته وخت کې عبدالله ویلي، د افغان دولت او ولس غوښتنه د جګړې او تاوتریخوالي ژر تر ژره درېدل ځکه جګړې خلکو ته سخت زیاتونه اړولي دي.
عبدالله یو ځل بیا ټینګار کړی، چې جګړه د حل لار نه ده او فغان ولس له خپل هېواد او ارزښتونو څخه د دفاع توان لري.
جمهورخبري آژانس:کابل