۰
حامد کرزی:

د خلکو وروستۍ د تکبیر نارې د پردۍ جګړې پر ضد ملي قیام دی

سی شنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۴۳
پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات ولایت کې د خلکو له لوري د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د تکبیر نارې د پردۍ جګړې پر وړاندې ملي قیام دی.
د خلکو وروستۍ د تکبیر نارې د پردۍ جګړې پر ضد ملي قیام دی
پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات ولایت کې د خلکو له لوري د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د تکبیر نارې د پردۍ جګړې پر وړاندې ملي قیام دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره شپه د هرات ولایت خلک بامونو ته ختلي و او ټول ښار يې د افغان ځواکونو په ملاتړ د تکبیر په نارو اخیستی وو.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي دغو تکبیري نارو ته غبرګون کې ویلي. دا چیغې د هېواد له ورانۍ او پردۍ تپل شوې جګړې د خلکو بېزاري څرګندوي او د یادې جګړې پر ضد د ملي پاڅون په مانا دي.

حامد کرزي، پر طالبانو غږ کړی دی چې دا نارې دې یو جدي خبرداری وګڼي او د جګړې له دوام، وژنو، د خلکو د کلیو او کورونو له ورانولو دې لاس واخلي.

نوموړي پر طالبانو بیا غږ کړی، چې له خپلو خلکو سره یو ځای دې په خپل هېواد کې په عزت، سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.

پخواني ولمسشر یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې په هېواد کې د روانې جګړې ګټه بهرنیانو ته خو ورانۍ او درد یې افغانانو ته پاتې کېږي.

جمهورخبري أژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي