۰

خلیلزاد: طالبان په حکومت کې ستره ونډه غواړي، د همدې لپاره جګړه کوي

چهارشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۷
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د طالبانو جګړه د قدرت لپاره ده او دا ډله هڅه کوي، چې په راتلونکې حکومت کې ستره ونډه ولري.
خلیلزاد: طالبان په حکومت کې ستره ونډه غواړي، د همدې لپاره جګړه کوي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د طالبانو جګړه د قدرت لپاره ده او دا ډله هڅه کوي، چې په راتلونکې حکومت کې ستره ونډه ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې طالبان د سولې له مذاکراتو او له هغه څخه د هر ډول ترلاسه شوي سیاسي تفاهم څخه په واک کې ستره ونډه غواړي.

نوموړي پرون د زمري ۱۲ مه د اسپن امنیتي بنسټ غونده کې ویلي، افغانستان کې جګړه نور مشروعیت نه لري او د  دا جګړه د ښکیلو تړخونو ترمنځ د انډول او د واک د ټینګولو په خاطر ده.

خلیلزاد و ویل«پوځي وضعیت ته په پاملرنې هغوی (طالبان) اوسمهال د افغانستان په راتلونکي جکومت کې ستره ونډه غواړي.»

بلخوا خلیلزاد دا هم ویلي، نه طالبان په زور واک ته رسېدلی شي او نه هم افغان حکومت په زور طالبان محوه کولی شي، نو ښه به دا وي، چې یو ټول شموله سیاسي تفاهم وکړي.

ده د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، طالبانو په څو تېرو اونیو کې یو لړ پرمختګونه درلودل، زړور شوي او د ذهني پلوه ځانونه هدف ته رسېدلو ته نژدې ویني.

 زلمي خلیلزاد د امریکا-طالبانو موافقې ته په اشارې ویلي، د طالبانو سره دغه توافق بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانستله، خو په وینا یې دواړو خواو له دغه فرصت نه په هغه چټکتیا چې امریکا او د افغانستان خلکو تمه درلودله ګټه وانخیستله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي