۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونده جوړوي

پنجشنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۱
دیپلوماتیکې سرچینې وايي، تمه ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونده جوړوي
دیپلوماتیکې سرچینې وايي، تمه ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینو زیاته کړې، ښايي دغه غونډه راتلونکې اونۍ جوړه او په کې د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې وشي.

ځینو دیپلوماتیکو سرچینو ان لا دا ویلي، چې ښايي دا غونده د راتلونکې شنبې یا یکشنبې په ورځ جوړه شي.

باید و ویل شي، دوه ورځې وړاندې افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شنکر سره چې اوس په دوره يي توګه د امنیت شورا مشر دی، غوښتنه وکړه، چې امنیت شورا دې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې جوړېدو راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې په افغانستان کې جګړو د بل هروخت په پرتله زور اخیستی او له بلې خوا د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

د بشري حقونو د بنسټو د راپورونو پر اساس په جګړه کې ملکي تلفاتو سربېره په سونو زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې، چې اوس په بد حالت کې ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې شخړې کمې کړي او ژر تر ژره اوربند وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي