غزني: ماین چاودنې او د راکټ لګېدو ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

19 اسد 1400 ساعت 15:45

سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د یوې ماین چاودنې او یوه راکټ د لګېدو له امله ۲۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د یوې ماین چاودنې او یوه راکټ د لګېدو له امله ۲۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د ولایتي شورا رییس نصیراحمد فقیري وایي، دواړه پېښې نن سه شنبې د زمري ۱۹ مه د ښار د لومړۍ حوزې اړوند کلاه سبز په سیمه کې رامنځ ته شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښو کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ولایتي شورا د پېښو مسوولیت پر طالبانو واچاوه خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 141589

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141589/

جمهور
  https://www.jomhornews.com