ستانکزی:

که طالبان سولې ته رښتیني وي، ولې خپله طرحه نه وړاندې کوي؟

20 اسد 1400 ساعت 11:15

د سولې لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، که طالبان سولې ته رښتیني وي، نو ولې خپله طرحه نه وړاندې کوي؟


د سولې لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، که طالبان سولې ته رښتیني وي، نو ولې خپله طرحه نه وړاندې کوي؟

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي د افغان سولې په تړاو قطر کې جوړې شوې غونډې ته پرون و ویل، چې پر ښارونو د طالبانو بریدونه له نړیوالو موازینو او د دوی د کړیو ژمنو خلاف عمل دی.

ښاغلي ستانکزي په یوه اعلامیه کې ول، چې پر ښارونو د طالبانو بریدونو د دواړو لورو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړې ده.

دی وايي، که طالبان په مذاکرو کې جدي بحث ته تیار دي، د ګډ سیاسي راتلونکي په اړه ولې خپله طرحه نه وړاندې کوي؟

ستانکزی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له پرون راهیسې په قطر کې د افغان سولې په تړاو د ترویکا غونډه روانه ده.

په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکا، برېتانیا، روسیې، چین، هند، پاکستان، ازبکستان استازي ګډون لري.

غونډه پرون سه شنبې د زمري ۱۹ مه پيل شوې چې نن هم شته او سبا به هم دوام ولري.

په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، چې نور د دې وخت رارسېدلي، چې نړیواله ټولنه طالبانو ته د سولې په اړه واضح پیغام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 141614

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141614/

جمهور
  https://www.jomhornews.com