د سولې لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، که طالبان سولې ته رښتیني وي، نو ولې خپله طرحه نه وړاندې کوي؟
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي د افغان سولې په تړاو قطر کې جوړې شوې غونډې ته پرون و ویل، چې پر ښارونو د طالبانو بریدونه له نړیوالو موازینو او د دوی د کړیو ژمنو خلاف عمل دی.
ښاغلي ستانکزي په یوه اعلامیه کې ول، چې پر ښارونو د طالبانو بریدونو د دواړو لورو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړې ده.
دی وايي، که طالبان په مذاکرو کې جدي بحث ته تیار دي، د ګډ سیاسي راتلونکي په اړه ولې خپله طرحه نه وړاندې کوي؟
ستانکزی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له پرون راهیسې په قطر کې د افغان سولې په تړاو د ترویکا غونډه روانه ده.
په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکا، برېتانیا، روسیې، چین، هند، پاکستان، ازبکستان استازي ګډون لري.
غونډه پرون سه شنبې د زمري ۱۹ مه پيل شوې چې نن هم شته او سبا به هم دوام ولري.
په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، چې نور د دې وخت رارسېدلي، چې نړیواله ټولنه طالبانو ته د سولې په اړه واضح پیغام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل