۰

د پوځ مشر جنرال احمدزی لرې او پر ځای یې جنرال علیزی وټاکل شو

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۸
ځينې سرچینې وايي، ولسمشر غني د افغان پوځ مشر جنرال محمد ولي احمدزی له دندې لرې او پر ځای یې جنرال هیبت الله علیزی ټاکلی دی.
د پوځ مشر جنرال احمدزی لرې او پر ځای یې جنرال علیزی وټاکل شو
ځينې سرچینې وايي، ولسمشر غني د افغان پوځ مشر جنرال محمد ولي احمدزی له دندې لرې او پر ځای یې جنرال هیبت الله علیزی ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی، چې اوس د پوځ مشر جنرال علیزی دی.

باید و ویل شي، چې جنرال ولي محمد احمدزی څه موده وړاندې د جنرال یاسین ضیا پر ځای وټاکل شو، خو د ندې یې لا یوه میاشت پوره نه شوه، چې بېرته لرې شو.

د جنرال احمدزي پر ځای اوس جنرال هیبت الله عليزی چې مخکې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان وو د پوځ مشر ټاکل شوی دی.

حکومتي چارواکو تر اوسه رسمآ دا خبره نه ده تایید کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي