د بشري حقونو عالي کمېشنري:

افغانستان کې له بشري ناورین رامنځ ته کېدو باید مخنیوی وشي

21 اسد 1400 ساعت 10:42

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمېشنري وايي، نړیوال دې افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمېشنري وايي، نړیوال دې افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې کمېشنرۍ مشرې مېشل باچله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغان جګړه کې ملکي تلفات لوړ شوي دي.

مېرمن باچله زیاته کړې، چې  د جګړې تر ټولو ډېر زیان ملکي وګړو ته اوړي او که وضعیت همداسې دوام کوي په افغانستان کې د بشري ناورین د پراختیا امکان شته دی.

نوموړې ټینګار کړي، چې نړیوال دې په افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي، د سولې هڅې دې پراخې کړل شي او روانه جګړه دې د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

باچله وایي طالبان باید پر ښارونو له برید کولو ډډه وکړي ځکه په دې سره د ملکي وګړو تلفات ډېرېږي او عامه تاسیساتو له منځه ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 141657

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141657/

جمهور
  https://www.jomhornews.com