چین: افغانستان ته د ثبات راوستو په برخه کې ژمن یو

26 اسد 1400 ساعت 9:34

د چین د بهرنیو چارو وزیر واینګ یې وایي، هېواد یې افغانستان ته د ثبات راوستو په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.


د چین د بهرنیو چارو وزیر واینګ یې وایي، هېواد یې افغانستان ته د ثبات راوستو په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وانګ يي دغه څرګندونې له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره یې افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په بېړه او بې پلانه له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو پر دغه هېواد ناوړه او منفي اغېز درلود، خو بیا هم چین ژمنه کوي چې د ثبات راوستو په برخه کې به همکاري کوي.

دی وايي، امریکا باید خپلې خوښې او د خپلې خوښې نظام پر افغانانو و نه تپي او نه دې هم پر دوی فشار راولي، بلکې پرې دې ږدي چې هر هېواد خپل فرهنګ ته په کتو د ځان لپاره نظام او حکومت جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141759

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141759/

جمهور
  https://www.jomhornews.com