د چین د بهرنیو چارو وزیر واینګ یې وایي، هېواد یې افغانستان ته د ثبات راوستو په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وانګ يي دغه څرګندونې له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره خبرو کې کړې دي.
نوموړي ویلي، د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره یې افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په بېړه او بې پلانه له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو پر دغه هېواد ناوړه او منفي اغېز درلود، خو بیا هم چین ژمنه کوي چې د ثبات راوستو په برخه کې به همکاري کوي.
دی وايي، امریکا باید خپلې خوښې او د خپلې خوښې نظام پر افغانانو و نه تپي او نه دې هم پر دوی فشار راولي، بلکې پرې دې ږدي چې هر هېواد خپل فرهنګ ته په کتو د ځان لپاره نظام او حکومت جوړ کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل