د کرکټ ملي لوبډله به ډېر ژر سریلانکا ته ولاړه شي

27 اسد 1400 ساعت 11:02

د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وايي، افغان ملي لوبډله به ډېر ژر د پاکستان سره د لوبو په موخه سریلانکا هېواد ته ولاړه شي.


د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وايي، افغان ملي لوبډله به ډېر ژر د پاکستان سره د لوبو په موخه سریلانکا هېواد ته ولاړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او پاکستان لوبډلې به درې پنځوس اوریزه سیالۍ ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه سیالیو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی او د پروازونو په پیل کېدو سره به افغان لوبډله سریلانکا ته سفر وکړي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ اویشکا ګنوردنې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهني روزونکی وګمارل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141794

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141794/

جمهور
  https://www.jomhornews.com