۰

د کرکټ ملي لوبډله به ډېر ژر سریلانکا ته ولاړه شي

چهارشنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۲
د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وايي، افغان ملي لوبډله به ډېر ژر د پاکستان سره د لوبو په موخه سریلانکا هېواد ته ولاړه شي.
د کرکټ ملي لوبډله به ډېر ژر سریلانکا ته ولاړه شي
د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وايي، افغان ملي لوبډله به ډېر ژر د پاکستان سره د لوبو په موخه سریلانکا هېواد ته ولاړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او پاکستان لوبډلې به درې پنځوس اوریزه سیالۍ ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه سیالیو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی او د پروازونو په پیل کېدو سره به افغان لوبډله سریلانکا ته سفر وکړي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ اویشکا ګنوردنې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهني روزونکی وګمارل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي