ارودغان نړیوالې ټولنې ته!

له افغانستانه د ګډوالو د څپې د مخینوي لپاره اقدام وکړۍ

30 اسد 1400 ساعت 9:47

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې له افغانستان د کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې له افغانستان د کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارودغان دغه څرګندونې پرون ماښام د یونان له صدراعظم کیریاکوس میتسوتاکیس سره په ټیلیفوني خبرو کې چې له افغانستانه د اروپا پر لور د افغان کډوالو د پراخې څپې پر وتلو متمرکزې وې وکړې.

نوموړي زیاته کړې، که له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره یې د مرستې لپاره لازم تدابیر ونه نیول شي، نو له دې هېواده د کډوالو د پراخې څپې د وتلو امکان شته.

دی وایي، ترکیه چې له ایران سره په سرحدونو کې یې کلک تدابیر نیولي له تهران سره د افغان کډوالو په اړه د خبرو په حال کې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141829

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141829/

جمهور
  https://www.jomhornews.com