۰
ارودغان نړیوالې ټولنې ته!

له افغانستانه د ګډوالو د څپې د مخینوي لپاره اقدام وکړۍ

شنبی ۳۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۷
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې له افغانستان د کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي.
له افغانستانه د ګډوالو د څپې د مخینوي لپاره اقدام وکړۍ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې له افغانستان د کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارودغان دغه څرګندونې پرون ماښام د یونان له صدراعظم کیریاکوس میتسوتاکیس سره په ټیلیفوني خبرو کې چې له افغانستانه د اروپا پر لور د افغان کډوالو د پراخې څپې پر وتلو متمرکزې وې وکړې.

نوموړي زیاته کړې، که له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره یې د مرستې لپاره لازم تدابیر ونه نیول شي، نو له دې هېواده د کډوالو د پراخې څپې د وتلو امکان شته.

دی وایي، ترکیه چې له ایران سره په سرحدونو کې یې کلک تدابیر نیولي له تهران سره د افغان کډوالو په اړه د خبرو په حال کې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي