مایک پمپیو:

افغانستان کې د امریکا ماتې زموږ نړیوال باور صفر ته را ټیټ کړ

1 سنبله 1400 ساعت 12:53

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې منلې، چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده.


د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې منلې، چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا ماتې د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته زیان رسولی دی.

نوموړي ټینګار کړي، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او دې ماتې په نړیواله کچه د امریکا باور او اعتبار ختم کړی دی.

پمپیو وايي، د دې بې اعتبارۍ د ختمولو لپاره امریکا باید په نړیواله کچه ډېر څه جبران کړي او ډېرې هڅې وکړي.

دی زیاتوي، دمګړی امریکا د نړیوالو پر وړاندې کوم اعتبار نه لري او نه هم نړیوال دې ته تیار دي چې په نږدې وختونو کې پر امریکا باور او تکیه وکړي.

د یادونې ده، چې  تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او د دې ماتې مسوولین یې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن او محمد اشرف غني بللي وو.

ټرمپ دا هم ویلي و، چې دې ماتې د امریکا باور دومره ټیټ کړی، چې نور به هېڅوک هم ترې ونه ډار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com