اروپايي ټولنه:

د بهرنیو اتباعو او د هغوی سره د افغان کارکوونکو ایستل راته لومړیتوب دی

4 سنبله 1400 ساعت 10:29

اروپايي ټولنه وايي، افغانستان کې د بهرنیو اتباعو او د هغوی سره د افغان کارکوونکو او همکارانو خوندي ایستل د دوی لومړیتوب دی.


اروپايي ټولنه وايي، افغانستان کې د بهرنیو اتباعو او د هغوی سره د افغان کارکوونکو او همکارانو خوندي ایستل د دوی لومړیتوب دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه اروپايي ټولنې له امریکا غوښتي، چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت د هغو ټولو کسانو تر ایستلو پورې وساتي چې باید وایستل شي.

د اروپايي شورا مشر چارلس مېشل ویلي، اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې د ايتلاف د غړیو هیوادنو اتباعو او د هغوى افغان همکارانو خوندي ايستو ته لومړيتوب ورکوي.

دی وايي، دا موضوع یې له خپلو امریکايي دوستانو او شریکانو سره له دوو اړخونو مطرح کړه. لومړی د هوايي ډګر د ساتنې اړتیا یعني تر څو چې ورته ضرورت وي او عملیات بشپړ شي، دوهم هغو ټولو کسانو ته د هوايي ډګر د لارې پرانیستل چې د وتلو مستحق دي.

اروپايي ټولنې دا غوښتنه پر داسې مهال کړې، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، د اګسټ تر ۳۱ مې پورې خپل سرتيري د کابل له هوايي ډګره باسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141957

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141957/

جمهور
  https://www.jomhornews.com